د ایکنا راپور له مخې، د هند په اترپرديش صوبې په ايوديا ښار کې د مسلمانانو بابري جومات چې د هندوانو له لوري نړول شوی و او اوس د هند سترې محکمې پرېکړه وکړه، چې پر دغه لانجمنه خاوره دې د هندوانو مندر جوړ شي او د جومات لپاره دې مسلمانانو ته نوره ځمکه ورکول شي.
د محکمې د پرېکړې له مخې سني مسلمانانو ته به په ياده سيمه کې د جومات جوړولو لپاره پنځه هيکټاره ځمکه ورکول کيږي.
د هند د قاضي القضات رنجن ګوګي په مشرۍ د قاضيان پنځه کسيز بورډ د بابري جومات په اړه د پرېکړې لپاره د سختو امنيتي تدابيرو پر مهال اترپرديش ايالت ته تللي وو.
د سترې محکمې په پرېکړه کې راغلي، چې بابري جومات د هندوانو پر خاوره جوړ شوی او دا ځای بېرته هندوانو ته وسپارل شي.
د هندوانو مشران ادعا کوي، چې بابري جومات د دوی د يوه خدای «رام» د پيدا کېدو په ځای کې جوړ شوی دی.
د ویلو ده چې د بابري جومات قضيه په ۲۰۱۰ کال کې د هند سترې محکمې ته راجع شوې وه، چې روان کال بشپړه شوه او د جومات دغه ځمکه هندوانو ته وسپارل شوه.
د اترپردیش په ايودهيا سيمه کې دا جومات د مغل پاچا ظهيرالدين محمد بابر په نوم په ۱۵۲۸ کال کې د يوه ځايي قومندان له لوري جوړ شوی و.
د سيمې سخت دريځي هندوان ادعا کوي، چې مغل قومندان دغلته د هندوانو مندر نړولی او پر ځای يې بابري جومات جوړ کړی دی.
له تېرو څو پېړيو د بابري جومات په اړه د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ ناندرۍ او نښتې شوي، چې بالاخره د تېرې پېړۍ ۱۹۴۹ کال کې محکمې د جومات بندولو امر وکړ.
په ۱۹۸۰ کې د هند «بې جې پي» ګوند د يوه مشر ايل کې ايډواني په مشرۍ ځايي هندوانو د بابري جومات پر ځای د هندوانو مندر جوړولو پرېکړه وکړه، چې بالاخره د ۱۹۹۲ کال په شپږم دسمبر زرګونو هندوانو بابري جومات شهيد کړ او پر ځای د مندر جوړولو لپاره ډبرې کېښودې او هلته يې مندر جوړ کړ.
سترې محکمې ويلي و، چې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره به د بابري جومات په اړه مناسبه پرېکړه وکړي، خو داسې ښکاري، چې د محکمې د نننۍ پرېکړې له امله به يو ځل بيا په اترپردېش او ټول هند کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته شي.