د ایکنا راپور له مخې، د یمن د انصارالله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثی د نومبر په نهمه(۹) د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړې د کلیزې په مناسبت د یمن د جنګ نوې اړخونه بیان کړل.
د عبدالملک حوثی وینا څلور مهم اړخونه لرل.
لومړی اړخ: د سعودی ائتلاف لخوا د یمن د تیلی سرچینو د لوټولو افشا کول. په دې اړخ کښې، د انصار الله د غورځنګ مشر د یمن په خلاف د سعودی ائتلاف د جنګ لږو مطرح شویو پایلو ته اشاره وکړه. یمن د تیلو له لویو تولیدوونکو هیوادونو څخه نه دی، خو تیل د دغه هیواد د عایدو مهمه سرچینه ده. د امریکا د انرجۍ د اطلاعاتو د ادارې په وینا، د یمن ثبت شوی ذخایر تر ۳ میلیارده بیرله دی. خو یمن به د سعودی ائتلاف د برید نه مخکښې په ۲۰۱۵ کال کښې هره ورځ تقریبا ۱۳۰ زره بیرل تیل تولیدول. د برید نه وروستو د یمن د تیلو د تولید اندازه هره ورځ تر ۵۰ زره بیرله رالوېدلې ده.
د یمن د تیلو د ایستلو د عایدو ډیره برخه د سعودی او اماراتو جیب ته تللې ده،. د یمن د تیلو د وزیر مرستیال احمد دارس د تیرې میاشتې په پیل کښې اعلان کړی و چې د ائتلاف هیوادونو او تالی څټو یی تیر کال له یمنه له ۱۸ ملیونو زیات بیرل اومه تیل غلا کړی دی چې د یمن د دغه تیلو د خرڅ پیسې د سعودی ملی بانک ته سپارل شوې دی. د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک حوثی هم تیره ورځ په خپله وینا کښې اعلان کړی وو چې د یمن د جنګ له پیل نه تر اوسه، له ۱۲۰ ملیون بیرلو نه زیات تیل د سعودی ائتلاف او اماراتو د لاس لاندې سیمو نه غلا شوې دی. نو د یمن د تیلو د عایدو غلا د دغه هیواد په خلاف د سعودی ائتلاف د جنګ یوه پایله ده.
دویم اړخ د جنګ په پایله کې د یمن په دفاعی او پوځی پیاوړتیا باندی ټینګار دی، د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې چې سعودی په یمن باندې برید کړی و، یمن په پوځی توګه یو کمزوری هیواد وو چې د خپل ځان نه د دفاع توان یی نه لرلو. د جګړې د څلورم کال له نیمایی څخه، په تدریج سره د یمن پوځی توان په تیره بیا په توغندیو او د ډرون ساحو کې پیاوړی شو. دا رنګ چې د جنګ په پنځم کال کښې یې سعودی عربستان ته ډیر زیان ورساوه چې د مثال په توګه په تیر سپټمبر کښې د عربستان په خلاف په آرامکو باندې برید ته اشاره کولی شو چې د عربستان د تیلو تولید یی تر ۵۰ فیصده ودرولو. په حقیقت کښې، یمنیانو له جنګ څخه ګټه پورته کړه ترڅو خپل پوځی قدرت نور هم قوی کړی. له دې امله، د انصار الله د غورځنګ مشر ټینګار وکړ چې د دښمنانو د بریدونو دوام به د یمن د پوځی تجهیزاتو د پرمختګ او ودې سبب ګرځی.
دریم اړخ: تیریګر ته خبرداری دی. په حقیقت کښې هم هغه اندازه چې د یمن پوځی توان زیاتیږی د عربستان او اماراتو تاوان او زیان هم په هغه اندازه زیاتیږی او د یمن په خلاف د سعودی ائتلاف ماتی نور هم په ډاګه کېږی. عبدالملک حوثی په دې اړه وویل: د یمن د خلکو پر ضد د سعودی ائتلاف د بریدونو دوام به، د بریدګرو لپاره ناخوښې پایلې ولری.
څلورم اړخ: صهیونیستی رژیم ته خبرداری، د صهیونیستی رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو چې سخت متزلزله موقعیت لری او د کابینې په جوړولو کې د بنی ګانتس ناکامۍ او د پارلیمان د دریم ځله انتخاباتو ترسره کېدو ته انتظار لری. په دې ورستیو کښې یمن هم د هغه هیوادونو په ټول کښې چې د دغه رژیم لپاره نوی خطر دی اضافه کړ، له دې امله عبدالمالک حوثی د یمن په خلاف د صهیونیست رژیم د هر ډول جنګ غوښتونکی اقدام په باره کښې خبرداری ورکړ او وې ویل: که اسرائیل زمونږ د ملت په خلاف هر ډول حماقت وکړی د اسرائیلی دښمن په خلاف د جهاد د حکم په جاری کولو او په دغه رژیم باندې په سختو او پراخو حملو کولو کښې به هیڅ شک و نه کړو، دا لومړی ځل دی چې د انصار الله غورځنګ مشر صهیونیسټ رژیم دارنګه ګواښلی دی.