IQNA

10:05 - November 18, 2019
د خبر لمبر: 3482513
نړیواله ډله: د لهستان هنرمنده میرمن «اگنیشکا ژاکبیلوآ» په ورشو کښې د مسلمانانو ښځو لپاره د معروفه حجاب رنګې سکارفونو نندارتون ترسره کړی دی.

د ایکنا راپور له مخې، له لهستان، هغې د دې په اړه ویلې دې: سکارف یواځې تر حجابه محدود نکړو او له دې څخه یی پورته وګڼو.
دا پوښښ یو هنري نښه ده چې د بیلابلو خلکو د کلتور او هنر وړاندې کوي او مونږ له کلتورونو او رنګو سره اشنا کوې.
دا نندارتون د لهستان د هنرمندې میرمن «اگنیشکا ژاکبیلوآ»(Agnieszka Zak-Bielowa) د لهستانې مسلمانانو ښځو لپاره د پوښښ معرفي کولو نظر و او د «استالووا»(STALOWA) ګالرۍ په حمایت سره د دغه هنرمندې د هنر څرګندولو او خرڅولو لپاره ترسره شو.
د ورشو نندارتون «د کلتور او دود په مخ کښې زینت او پوښښ»  نوم لري او دا د معاصرې اروپا لپاره د ختیځ مذهبي هنر څرګندنه شمیرلي کېږي.
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: