د ایکنا راپور له مخې، د پښتو تهران راډیو نه په نقل، د اسرائیلو اوسنی لومړی وزیر او د لیکوډ ګوند مشر بنیامین نتانیاهو او د شین او د سپین ګوند مشر بینی ګانټس د ائتلافی کابینې د جوړولو په هدف سره یوه (۱) غونډه وکړه خو له کومې نتیجې پرته پاې ته ورسیدله .د صهیونیسټ رژیم مشر رووین ریولین په تیرې یکشنبې له بنیامین نتانیاهو او بینی ګانټس څخه غوښتی وو د اختلافاتو په ختمولوسره د کابینې د جوړولو لپاره موافقې ته ورسیږی .
بینی ګانټس تر بیګا شپې پورې د کابینې دجوړولو لپاره فرصت درلود .
دصهیونیسټ رژیم مشر رووین ریولین د اکتوبر دمیاشتې په یویشتمه (۲۱) نیټه د حکومت په جوړولو کښې د اوسنی لومړی وزیر نتانیاهو له ماتی وروسته د پارلمانی انتخاباتو بریالی کس بینی ګانټس د کابینې دجوړولو په کار ګمارلی وو.
https://parstoday.com/ps