IQNA

سعودی عربستان د امریکا د پریکړې هرکلی وکړ

8:57 - November 21, 2019
د خبر لمبر: 3482520
نړیواله ډله: سعودی عربستان په فردو(Fordo) اټومی مرکز کښې له ایران سره د ملګرتیا په ارتباط د بایکاټونو د معافیدا د ختمولو لپاره د امریکا د فیصلې هرکلی وکړ .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ ویبپاڼې نه په نقل، د سعودی عربستان په خارجه وزارت کښې یوې (۱) سرچینې بیګا وویل ریاض د ایران د فردو اټومی تاسیساتو په باره کښې د امریکا د پریکړې هرکلی کوی .د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو په تیرې دوشنبې ورځ د ایران د سوله ایز اټومی پروګرام پرضد د بې اساسه تورونو په تکرارولو سره وویل واشنګټن د ایران په قم کښې د فردو د شهید علی  محمدی په اټومی تاسیساتو کښې له تهران سره د اټومی ملګرتیا په ارتباط د بایکاټ معافول لغوه کوی .
امریکا د روان میلادی کال د می دمیاشتې په دریمه (۳) نیټه له ایران څخه بهر ته د درنو اوبو او د پاخو شویو یورانیمو د انتقالولو په شمول له ایران سره د اټومی ملګرتیاو د معافیت درې (۳) موردونه لغوه کړی وو .
د امریکا دغه اقدام کاملا د اټومی موافقې د مادو او د ملګروملتونو د امنیت شورا د۲۲۳۱ پریکړه لیک پرخلاف دی .
https://parstoday.com/ps
captcha