IQNA

اسلام تلپاتۍ او ایران ویاړ شو/ د تهران په میدان انقلاب کښې یو بل انقلاب

8:50 - November 26, 2019
د خبر لمبر: 3482534
ټولنیزه ډله: په تهران کښې د ایران خلکوله امنیت او اقتدار په ملاتړ کې پراخ لاریون ترسره کولو سره د تهران په میدان انقلاب کښې یو بل انقلاب رامینځته کړ.
د ایکنا د راپور له مخې، د اسلامی ایران خلکو د پراخ لاریون په ترسره کولو سره له بلوه ګرو د برات د اعلانولو په ترڅ کی د بلوګرو له خبیثانه اقداماتو کرکه اعلان کړه او د هیواد له اقتدار او امنیت یې ملاتړ وکړ.
د تهران خلکو پرون په میلیونی لاریون کی دښمن پیژندنه او د ایران د انقلابی ملت ولایت مداری د اسلامی ایران پرضد د نړیوالې دسیسې د ماتې عامل وبلله . په دغه لاریون کی ګډون کونکیو مړه دې وی امریکا ، مړ دې وی اسراییل ، مړ دې وی بلوه ګر په شعارونو سره د رهبرۍ د ستر مقام حکیمانه ، شجاعانه او هوشمندانه ویناوې له شرغواړو او بلوه ګرو د ایرانی ملت د لیکې د بیلتون عامل وبللې .
یو شمیر روزل شویو بلوه ګرو د معترضو خلکو ترمینځ عمومی  او شخصی شتمنیو حتی بانکونو ، امبولانسونو ، د ټرانسپورټ سیسټم او د روغتونونو بیړنیو مرستو برخو ته هم تاوان اړولې دې .
په عین حال کی په درست اسلامی ایران کې خلکو د میلیونی لاریونونو په ترسره کولو سره ډ ځینو ښارونو او عمومی شتمنیو په ویجاړولو او سوزولو کی د بلوه ګرو اقدام وغنده .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د نومبر په ۱۷ د سونګو د مصرف د مدیریت د طرحې له اجرا وروسته د رامینځته شویو مسلو په اړه جوته کړه یقینا ځینې خلک په دغې فیصلې اندیښمن او خپه کیږی خو تخریب او اور لګول د خلکو کار ندې بلکې د شرغواړو کار دې.
captcha