د ایکنا راپور له مخې، د جنګ ورځپاڼې نه په نقل، د پاکستان د سپریم کورټ قاضيانو منصور علي شاه او مشير عالم د دغې محکمې په غونډه کښې د دغه هېواد د عمومي څارنوال له مرستياله وغوښتل چې پاکستان د ايران د ګېسو د منتقلولو د منصوبې د تکميل په اړه دې وضاحت وکړي.د پاکستان د سترې محکمې قاضيانو همدارنګ دا پوښتنه مطرح کړه چې ولې د اسلام اباد حکومت په تېرو اتو کلونو کښې پاکستان د ايران د ګېسو د انتقال په باره کښې پارلېمان يا سترې محکمې ته واضحه او روڼ رپوټ نه دے ورکړے.په دغه غونډه کښې د پاکستان د عمومي څارنوال مرستيال د سترې محکمې د قاضيانو د پوښتنې په ځواب کښې ادعا وکړه چې د ايران د ګېسو منصوبه له نړيوالو خنډونو سره مخامخه ده.
قاضي فېصل عرب هم د صلحې د پائپ لائن نومې منصوبې په عملي کېدو کښې د پاکستان د حکومت په ځنډ باندې په نيوکې سره وويل، حکومت د دومره زياتو کلونو د تېرېدو باوجود د ايران د ګېسو د پائپ لائن د جوړولو کار مخ په وړاندې بونتلو.