IQNA

د ایران ملت یوځل بیاپخپل عظمت سره یوه خطرناکه دسیسه نابوده کړه

20:45 - November 27, 2019
د خبر لمبر: 3482546
نړیواله ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړی،په زیاترو ښارونو کې د ایران د ملت عظیم حرکت،د نړیوال استکبار او صهونزم په خولې یو مضبوط سوک ؤ او دوی ئې شاتګ ته اړ کړل .

د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل، د  اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د  زرګونوبسیجیانو په ټول کې د بسیج د اونۍ  په مناسبت په مبارکۍ وئیلو سره  او همداراز  په تیرې یوې اونۍ کې د  ایران د لوی ملت  د پرتمین حرکت  په قدرونې سره ټینګار کړی ، دایران ملت  په دغه حرکت سره د دښمن پلان شوی  او ډیره خطرناکه او پراخه دسیسه  شنډه کړه .حضرت آیت  ا... العظمی سید علی خامنه ای  دغه راز وفرمائیل ؛ دښمنانو  د وروستۍ دسیسې  دپلانونې لپاره  ډیر زیات لګښت  کړی او د یوه داسې فرصت په  انتظار کې ؤ څو په  یوې  موقعې  کې ئې  له ورانکارو ، وژونکو او شرارتی اقداماتو څخه  په استفادې سره ترسره کړی   او خیال ئې وکړ چې  د پیټرولو قضیّه  دهغوی د نظر وړ ده ا و  خپل لښکر ئې  ډګر ته  وارد کړ، خو  د ایران ملت په خپلې ولولناکې نندارې سره ، د دښمن دغه حرکت نابود کړ .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود  ټینګار کړی،په زیاترو ښارونو کې د ایران د ملت عظیم حرکت ، د نړیوال استکبار  او صهونزم په خولې یو مضبوط سوک ؤ او دوی  ئې  شاتګ ته  اړ کړل . 
 حضرت آیت ا... ا لعظمی سید علی خامنه ای د سلطې نظام  د ایران ددرستملت دښمن وبالۀ او روښانه ئې کړه ، بسیجی ځواک  په هماغه دلیل  چې  د هیواد او ولس لپاره ډیر مهم دی ،  ډیر زیات  د دښمن  له دسیسې اونفوذ  سره مخامخ دی څو دغه ستر حرکت  له داخله له مشکل سره مخ کړی ، خو البته  بې شکه  بسیج رضا کار ځواک  به په دغې مبارزې او مقابلې کې بریالی شی .
 د اسلامی  انقلاب معظم لارښود  په وړاندې ګواښونو   موضوع او دې ته  چې  ولې اسلامی نظام  تل  له ګواښونو سره مخامخ دی  اشاره وکړه  او وې فرمائیل ؛ اسلامی نظام  له اسلامی اصولو او ارزښتونو راپورته شوی  او اسلام هم د عدالت ، آزادۍ روښانه بیرغوال دی .
دوی همداراز په  امریکا او اروپا او نورو هیوادونو کې له آزادۍ او عدالت سره  د سلطې د  نظام   د ضدیّت د مثالونو په بیانولو سره  وفرمائیل؛ د سلطې نظام تل  د ملتونو له خپلواکۍ سره مقابله کړې او   د هغو  ئې سپکاوی کړی دی  او په دې زمینې کې  د خپل نیّت له ښودلو څخه هیڅ ډول شرم هم نه محسوس کوی  او یا دا چې  له اجازت پرته   په عراق کې  خپل پوځی مرکز ته واردیږی  او  د دغه هیواد حکومت اوپلازمینې ته  هیڅ   پام او پروا نه کوی .
 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  ټینګار کړی،په ایران کې د بسیج رضا کار ځواک په شان   باعظمته  او پراخه ټولګه   او یا  ئې  په ځینو هیوادونو کې د هغو نوره مثالونه  داسې چې،دغه شان ټولګې دسلطې د نظام د دښمنۍ  له خطرې سره  مخامخ دی ، هماغه ډول لکه چې په عراق کې له الحشد شعبی ولسی ځواک او په لبنان کې له حزب ا...ولسی غورځنګ سره مخالفت او مقابله کوی
https://parstoday.com/ps/news/iran-i86160
captcha