IQNA

افغانستان ته د امریکا د ولسمشر نه اعلان شوی سفر

15:29 - November 29, 2019
د خبر لمبر: 3482547
نړیواله ډله: امریکا په دوه زره لومړی(۲۰۰۱) میلادی کال کښې د سپتمبر د میاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې د بریدونو په پلمه په افغانستان حمله وکړه او دغه هیواد یې ونیوه

د ایکنا راپور له مخې،  د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مبارزو په بهیر کښې او سپینې ماڼۍ ته له رسیدا وروسته ژمنه کړی وه چې د واشنګټن عسکر به له افغانستان څخه وباسی .

خو له دې سره سره  ټرمپ دغه ژمنه پوره نکړه او په افغانستان کښې هماغه راز د واشنګټن په زرګونو پوځیان دیره دی .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په یوه(۱) نه اعلان شوی سفر کښې افغانستان ته ورغی .

دا افغانستان ته د ډونالډ ټرمپ لومړنی سفر دی .

سپینې ماڼۍ وویل دغه سفر د شکرانې (Thanksgiving Day)د ورځې  په مناسبت د امریکا له عسکرو سره د کتنې لپاره ترسره شو .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په افغانستان کښې  د خپل هیواد ترټولو سترې پوځی اډې بګرام ته ورغی .

ټرمپ په بګرام  کښې د امریکا له پوځیانو سره په کتنې او په لنډه  وینا کښې وویل له طالبانو سره د سولې خبرې اترې له سره پیل شوی دی ځکه چې زه باوری یم دغه ډله له امریکا سره دسولې موافقه غواړی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل طالبان غواړی چې له امریکا سره موافقه لاسلیک کړی اوس به ووینو چې دغه موافقه به حقیقی وی او که نه  خو  طالبان غواړی  له واشنګټن سره موافقه لاسلیک کړی .

ټرمپ زیاته کړه طالبان اوس د تیر وخت په اپوټه د اوربند له ټینګیدا سره هم موافق دی او زیاته یې کړه مونږ وایو چې باید اوربند وشی خو طالبانو ویل دوې نه غواړی چې اوربند وشی خو اوس طالبان هم غواړی چې اوربند وکړی او زه باوری یم همدغه کار ترسره کیږی .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه سفر کښې په بګرام هوایی اډې کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره کتنه اوخبرې وکړې .

ټرمپ په دغه کتنې کښې یوځل بیا له طالبانو سره د  خبرو اترو د له سره پیلیدا خبره وکړه .

هغه ادعا وکړه چې طالبان د موافقې د لاسلیک کولو  زیات غوښتونکی دی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ تر یوه (۱) بشپړه بریالیتوب پورې موافقې ته رسیدل یا د امریکا د عسکرو د شتون دوام  د دوو (۲) لارو په توګه  مطرح کړل .

د امریکا او د طالبانو ترمینځ د افغانستان د سولې خبرې چې کابو نهه (۹) میاشتې روانې وې د روان میلادی کال د سپتمبر د میاشتې په اومه (۷)نیټه په کابل کښې د طالبانو له ځان وژونکی حملې وروسته چې پکښې د امریکا یو(۱) پوځی وژل شوی وو د ولسمشر ټرمپ لخوا بندې شوې او منتفی اعلان شوې .

له دې وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل  له طالبانو سره د سولې بهیر مړ شوی .

که چیرې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې موافقه لاسلیک کیدلای له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د وتلو شپاړس (۱۶) میاشتنی مهال ویش معلومیده .

له دې سره سره په تیرو اونیو کښې د امریکا او د طالبانو د خبرواترو د له سره پیلیدا په هکله راپورونه خپاره شوی دی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په بګرام هوایی اډې کښې په وینا کښې دغه خبره تائید کړه  زه نیت لرم چې په افغانستان کښې د واشنګټن د عسکرو شمیر اته زره شپږ سوه (۸۶۰۰) ته راکم کړم .

امریکا حاضردمه په افغانستان کښې کابو څوارلس زره (۱۴۰۰۰) پوځیان لری .

له دې مخکې هم د امریکا لوړرتبه چارواکو چې افغانستان ته ورغلی وو په دغه جنګ ځپلی هیواد کښې یې د امریکا د عسکرو د شتون د دوام په هکله خبرې کړی وې .

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر (Mark Thomas Esper) د روان میلادی کحال د اکتوبر د میاشتې په شلمه (۲۰) نیټه ادعا کړی وه چې  واشنګټن په افغانستان کښې د خپلو عسکرو شمیر اته زره شپږ سوه (۸۶۰۰) ته کمولای شی پرته له دې چې دغه کمول په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ پرضد په مبارزې اغیز وشیندی .

سره له دې د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ د واشنګټن د عسکرو وتل به یوازې له طالبانو سره د موافقې په بڼه کښې ترسره شی او دا کار به له طالبانو سره د موافقې برخه وی .

دا په داسې حال کښې دی چې طالبانو تل له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو په کامل ډول په  وتلو تینګار کړی دی .

له طالبانو سره  له احتمالی موافقې وروسته په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو د شمیر د کمیدا په هکله د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپیر له ټینګار سره سره دغه چاره به له افغانستانه د امریکا د عسکرو په کامل ډول د وتلو په معنا نه وی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال د اګست میاشتې په پاې کښې ویلی وو  حتی له طالبانو سره د موافقې د لاسلیک کیدا په بڼه کښې به هم په افغانستان کښې د واشنګټن پوځی شتون پاې ته ونه رسیږی .

له  افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د وتلو په هکله د ولسمشر ټرمپ ګډوډ دریځونه او د واشنګټن د پوځیانو دشتون د دوام په هکله د هغه وروستی دریځ په لومړی پړاو کښې د امریکا د حکومت د خارجی اقداماتو او هدفونو په هکله د شک او د هدفونو د نه معلومیدا ښودنه کوی خو په عین حال کښې دې د دې ښودنه کوی چې اوس هم د امریکا په داخل کښې د ولسمشر او د حکومت ترمینځ په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو دشتون د حالت په هکله د نظر اختلاف شته .

د امریکا عسکر اوس هم په افغانستان کښې شته  چې دغه مسله د سپینې ماڼۍ په فیصلو د واکمن جوړښت د غلبې او تر نامعلومې مودې پورې د واشنګټن د عسکرو د شتون د دوام ښودنه کوی .

که څه هم د امریکا ولسمشر ټرمپ مجبوره دی د راتلونکی میلادی کال د نوامبر د  میاشتې د ولسمشرۍ په  انتخاباتو کښې د بریالیتوب لپاره په بهرنی ډګر کښې د بریاو په ترلاسه کولو ټینګار وکړی او په مسلمه توګه له افغانستان څخه د واشنګټن دعسکرو وتل به یې یو (۱) مورد  وی .https://parstoday.com

captcha