IQNA

له جولان څخه د اسرائيلو وتلو لپاره د ملګرې ملتو پریکړ لیک

20:26 - December 04, 2019
د خبر لمبر: 3482559
نړیواله ډله: د ملګرو ملتو عموممي اسمبلۍ د سوریه د نیولي شوي جولان څخه د صهیونیسټ رژیم له وتلو په اړه یو پریکړ لیک تصویب کړ.

د ایکنا راپور له مخې، د روسیا الیوم خبري آژانس نه په نقل، د ملګری ملتو اسمبلۍ په یو پریکړه لیک کښې تصویب کړه چې په نیول شوي جولان کښې د شخړو ختمولو، نیواکې ته پریښودو او د صهیونیسټ رژیم د وتلو غوښتنه کوي.
د دې راپور پر اساس، ۹۱ هیوادونو له دغه پریکړ لیک سره موافقه، ۹ هیوادونو د دې په خلاف رایي او ۶۵ هیوادنو هم رایي ورنکړه.
دا پریکړ لیک له رژیم صهیونیسټ غوښتنه کوي چې د امنیت د شورا د پریکړ لیک اجرا کولو سره د سوري له جولان نه چې اسرائیلو له اعرابو سره په ۶ ورځني جنګ کښې نیولي وو، پرېږدي.
هم په دې اړه، د ملګرو ملتو اسمبلۍ، د ۱۹۸۱ کال د دسمبر میاشتې په ۱۴ تاریخ د سوریه په نیولي شوي جولان سیمه د رژیم صهیونیسټ د قوانینو تپل او واکمنۍ د باطلیدو او لغو کیدو یوه مصوبه وړاندې کړي وه.
https://iqna.ir/fa/news/3861629

captcha