IQNA

پاکستان دکشمیریانو حالت ته د نړیوالو په بې پامۍ نیوکه وکړه

17:54 - December 18, 2019
د خبر لمبر: 3482594
نړیواله ډله: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو بد حالت ته د نړیوالو ټولو په بې پامۍ نیوکه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان اکسپریس نیوز نن خبر ورکړی چې شاه محمود قریشي د کشمیر د خلکو بد وضعیت ته په اشارې سره د کشمیري مسلمانانو په وړاندې د نړیوالو ټولنو په تیره بیا د ملګرو ملتو د امنیت شورا د رول لوبولو غوښتنه وکړه.هغه وویل: کشمیریان حق لري چې د خپل راتلونکي په هکله فیصله وکړي او د موجودو قوانینو له مخې امنیت شورا باید هندوستان دې کار ته مجبور کړي.
قریشي څرګنده کړه: د هندوستان پوځ په دې وروستیو میاشتو کښې د کشمیري مسلمانانو ځپنه زیاته کړې ده خو د نړۍ مسئولو ارګانونو په دې لړ کښې خوله ګنډلې ده.
https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i86651
captcha