د ایکنا رابور له مخې، د پښتو تهران راډیو نه په نقل، د المنار ټي وي چېنل د رپوټ له مخې شيخ نعيم قاسم وويل، د نوې کابينې د تشکيلولو لپاره د حسان دياب ګمارېدل له ټولو ډلو سره د سياسي ملګرتياو يو پراخه ګام دے چې اصلي مقصد يعني په لبنان کښې د اصلاح غوښتونکي حکومت تشکيل پوره شي.د لبنان د حزب الله د مشر مرستيال د امريکې د لاسوهونکو څرګندونو او اقداماتو په غندلو سره چې د لبنان له اقتصاو څخه د ملاتړ په بهانه چې البته د ګډوډۍ او فتنې د رامنځته کېدو په غرض سره ترسره کيږي وويل لبنان د سني او شيعه مسلمانانو ترمېنځ د فتنې جوړولو ځاے نه دے.
يو سني شخصيت او لبنان د لوړ زدکړو پخواني وزير حسان دياب بېګا د پارلېمان د نهه شپېته استازيو د رايو په ګټلو سره وګمارل شو چې له دوو نه تر دريو هفتو پورې د کابينې غړي غوره کړي.
سعد الحريري د روان ميلادي کال د اکتوبر په نهويشتمه د ولسي اعتراضونو په زياتېدو سره د لبنان د وزيراعظۍ له پوسټه استعفاء ورکړه.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i86698