IQNA

په مصر کښې د قرآن کریم حفظ روزونکي ۶۹ مرکزونو پيل

13:17 - December 27, 2019
د خبر لمبر: 3482609
نړیواله ډله: د میلادي په ۲۰۱۹ کال کښې، د قرآن کریم د حفظ روزونکو ۶۹ مرکزونه او ۳۷۰ قرآني نوې مدرسې د مصر د اوقاف د مرکز په مرسته په ټول هیواد کښې ترسره کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د البوابة نیوز له ویبپاڼې نه په نقل، د مصر د اوقاف وزارت د سږ کال میلادي په اخیره کښې، په ۲۰۱۹ کال کښې دغه وزارت د قرآن کریم فعالیتونو راپور خپور کړۍ وو.
د دې راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کښې، ۳۷۰ مدرسې د مصر د اوقاف له مخې جوړې شوې وې چې په ۱۸ قرآني مدرسو کښې روزونکې ښځو ته هم روزنه ورکړې ده.
همداشان، د قرآن کریم د حفظ د روزونکو ۶۹ نوې مرکزونو پيل، د روښانه او اعتدال اسلامي فکرونو ۱۲۷ مدرسو د جوړول، اسلامي کلتور ۴ مرکزونو او د مصر په جوماتونو کښې د جهل او نالوستی سره د مقابلو لپاره د ۱۸۵۱ کلاسونو ترسره کول په ۲۰۱۹ کال کښې له دغه وزارت په فعالیتونو کښې شامل وو.
د روژې په میاشت کښې د ۱۲ زره کلتوري غونډو ترسره کول، د روژې په میاشته کښې د نړۍ بېلابیلو هیوادونو ته د ۴۲ مبلغانو او د ۵۵ قاریانو لیږل، د مصر د قرآن کریم د تجود او حفظ ملي سیالو کښې د دغه هیواد په ټولو ولایتونو کښې د ۱۶۲۰۰ سیالانو ګډون او د قرآن کریم د تفسیر او حفظ په ۲۶ نړیوال دورو کښې له ۶۰ بهرني هیوادونو د ۶۶ ګډونکونکو شتون د مصر د اوقاف وزارت په ۲۰۱۹ کال کښې  نور فعالیتونه او پروګرامونه وو.
https://iqna.ir/fa/news/3866841
captcha