IQNA

8:34 - January 03, 2020
د خبر لمبر: 3482627
نړیواله ډله: د عراق رسمی خبری سرچینو نن سهار وویل چې د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قدس غونډ قومندان جنرال سردار سلیمانی د الحشد العشبی ولسی ځواک د قومندان له ځای ناستی ابو مهندس مهدی سره یوځاې شهید شو .

د ایکنا راپور له مخې، د عراق رسنیو د دغه هیواد د رسمی چارواکو په قول وویل په سردار سلیمانی او ابو مهدی مهندس هغه وخت برید شو کله چې دوې په دوو (۲) ګاډو کښې د بغداد له نړیوال هوایی ډګر څخه ووتل او دواړه شهیدان شوی دی .

ویل کیږی چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس غونډ قومندان جنرال قاسم سلیمانی له لبنان څخه د بغداد نړیوال هوایی ډګر ته ورغلی وو .

د  عراق خبری سرچینې وایی چې د امریکا هیلی کوپټرو  د سردار سلیمانی او د ابومهدی مهندس په ګاډو راکټونه ویشتلی دی .

د جنرال سلیمانی د شهادت خبر اوس د نړۍ د سیمې او دعراق د خبری رسنیو په سر کښې دی .

د ایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک په یوې (۱) اطلاعیې کښې د قدس ځواک د قومندان جنرال سردار سلیمانی د شهادت خبر تاید کړ .

سپاه پاسداران وویل د اسلام سرلوړی سردار حاج قاسم سلیمانی له ډیرکلونو مجاهدت او هڅې وروسته نن سهار وختی د امریکا دهیلی کوپټرونو په برید کښې شهید شو .

د امریکا دفاع وزارت پینټاګان منلي ده چې  ولسمشر ډونالډ ټرمب به سردار سلیمانی باندې د حملې حکم ورکړی وو.

https://iqna.ir/fa/news/3868478

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: