د ایکنا راپور له مخې، هغه په یوې (۱) بیانیې کښې د زړه له تل څخه د قاسم سلیمانی او د ابو مهدی المهندس د شهادت په هکله حضرت امام زمان علیه السلام ، د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ، د نړۍ ټولو مسلمانانو او مذهبی مراجعو او په تیره بیا د دغو زړورو شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه .
د نایجریا د اسلامی غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزاکی په دغه بیانیې کښې دغه راز سردار قاسم سلیمانی ، ابو مهدی مهندس ، او د دوې نورو ملګرو ته د شهادت درجې ته د رسیدا په خاطر مبارکی وویله .
د نایجریا د اسلامی غورځنګ مشر وویل د ځمکې په مخ د دنیا ترټولو مستکبر هیواد امریکا یوځل بیا د سردار سلیمانی او د المهندس په ټرور سره یو(۱) جدی او لمسونکی اقدام ترسره کړ ځکه چې دغه نامتو شهیدان ستراتیژیک کارپیژاندی وو چې کلونه کلونه یې د ترهګرو له شر څخه د سوریې او د عراق د خلاصولو لپاره هڅه وکړه .
https://parstoday.com