د ایکنا راپور له مخې، د تهران د پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د اسلامی انقلاب معظم لارښود په یوه پیغام کې د سپاه پاسدان د قدس ځواکونو د قوماندان سردارډګر جنرال قاسم سلیمانی د شهادت د تسلیت په ترڅ کې ټینګار وکړ هغه جنایتکاران دې د سخت غچ په تمه ووسی چی خپل پلیت لاسونه یې د هغه او د بیګانۍ پیښې د نورو شهیدانو په وینو ککړ کړل .