IQNA

د سپاه په عملیاتو کښې له اتیاؤ زیات امریکایي پوځیان هلاک شوې دي

13:12 - January 08, 2020
د خبر لمبر: 3482657
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران یو خبر چارواکي د دغه ځواک د بیګانۍ حملې له امله د امریکې د لږترلږه اتیاؤ ترهګرو ځواکونو د وژل کیدو او کابو د دوو سویو نورو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر یو باخبر چارواکي فارس خبري آژانس ته په مرکه کښې د ایران په توغندوي عملیاتو کښې د وژل شویو امریکايي پوځیانو زیات شمیر ته په اشارې سره څرګنده کړه: د اطلاعاتي سرچینو د کره معلوماتو له مخې، د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر له سخت انتقامه سمدستي وروسته امریکايي چورلکو خپل زخمي ځواکونه د عراق په الانبار ولایت کښې له عین الاسد اډې ایستې دي.له دې مخکښې هم خبرو سرچینو ویلې وو چې امریکايي ځواکونه د خپلو تلفاتو د اندازې د کمې ښودلو په موخه له عین الاسد څخه د مړو او زخمیانو په فوري ایستلو لګیا دي.
د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران کښې دغه باخبره چارواکي زیاته کړه: عین الاسد اډه د امریکې لپاره یوه سټراټیجکه ټولګه ده چې د دغه هیواد بې پایلټه الوتکې او هیلي کوپټرې په کښې ساتل کیږي.
هغه څرګنده کړه چې د دغې اډې ۲۰ حساس ځایونه د سپاه له خوا په توغندویو ویشتل شوې دي او په کښې د پام وړ شمیر ډرونز او چورلکې له مینځه تلې دي.
خبر زیاتوي چې د امریکې د ترهګر پوځ دفاعي سیسټم نه دی توانیدلی چې د سپاه پاسداران د هیڅ کوم توغندی مخه ونیسي او ټول میزایل په هدف لګیدلې دي.
دغه خبر سرچینې ټینګار وکړ چې په سیمه کښې د امریکې ۱۰۴ حساس ځایونه او مرکزونه پیژندل شوې دي چې د امریکایانو له وړومبنۍ حملې سره سم به له مینځه یوړل شي.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87117
captcha