IQNA

امریکا نوره هم بي شرمه شوي

د ایران غچ اخستونکی اقدام امریکا په نړۍ کې وشرموله

2:01 - January 10, 2020
د خبر لمبر: 3482666
نړیواله ډله: جنرال مرزا اسلم بیګ د ایران د توغندوی حملو په اغیزشیندونکو بللو سره وئیلی دی،د امریکا د راډاری سسټمونو ناکارندوالی وښودله چې امریکا په تیرو وختونو کې هسې ډنډورې وهلی دی،ځکه په وخت ئې ددغو لسګونو توغندیو کې د یوه په ناکامولو یا معلومولو کې هم بریالی شوی نه دی

جنرال مرزا اسلم بیګ د ایران د توغندوی حملو په اغیزشیندونکو بللو سره وئیلی دی،د امریکا د راډاری سسټمونو ناکارندوالی وښودله چې امریکا په تیرو وختونو کې هسې ډنډورې وهلی دی
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، جنرال مرزا اسلم بیګ وئیلی دی، ممکنه ده د ایران له خوا دغې حملې نوره هم زیاتې شی.او دایران له خواپه دغه بریالی غچ اخستونکی اقدام سره دصهیونیسټ رژیم پښې هم په ګړبیدو شوی دی.د  پاکستان دپوځ پخوانی ستر قوماندان   جنرال مرزا اسلم بیګ  په یولړ څرګندونو کې  د امریکا د ترهه ګر اقدام په غندلو سره  دایران له خوا  دغچ ا خستونکی ځواب  په باب وئیلی دی ، دایران د سپاه پاسدارانو د امریکائی پوځ  په مرکزونو باندې په توغندوی برید سره ثابته کړې ده ، چې  د امریکا دپوځ د راډاری سسټم ما ډرنیدا  هم ددغې حملې په مقابل کې هیڅ کار ونه کړ او یا دا چې د ایران ماډرن ټیکنالوجۍ د امریکا دغه راډاری سسټمونه جام کړی وو ..
جنرال مرزا اسلم بیګ  د ایران د توغندوی حملو په اغیزشیندونکو بللو سره  وئیلی دی ،د امریکا د راډاری سسټمونو ناکارندوالی وښودله چې  امریکا په تیرو وختونو کې هسې ډنډورې وهلی دی ، ځکه  په وخت ئې ددغو لسګونو توغندیو کې د یوه په  ناکامولو  یا معلومولو کې هم بریالی شوی نه دی .  هغه په عین حال کې وئیلی  دی ، ممکنه ده د ایران له خوا دغې حملې نوره هم زیاتې شی. او د ایران له خواپه دغه بریالی  غچ اخستونکی  اقدام سره  دصهیونیسټ رژیم  پښې هم په ګړبیدو شوی دی د پآکستان د  پوځ دغه پخوانی جرنیل  وئیلی دی  دا هماغه امریکائی اډې دی چې د  ایران جنرال قاسم سلیمانی  ئې ټارګټ کړی ؤ ، اوس همدغه ماډرن پوځی مرکزونه  د ایران  دتوغندیو په شیشت کې دی  او  هره راتلونکی ورځ  د امریکا بې شرمه کیدا  له ورایه ښکاره ده  او د جنرال سلیمانی په نښه کول د امریکا  طاقت نه ،بلکې د دوی لالهاندی ده . ممکنه ده په دغې لالهاندۍ کې ځینی نور کارونه هم وکړی ، چې کیدئ شی  نوره هم وشرمیږی او  دایران  ناکامولو خوب به ئې یوازې په یوه ځلوب بدل شی .  هغه په عین حال کې وئیلی دی ، ا یران زمونږ یو دوست او ګاونډی هیواد دی او مونږ سره  تاریخی ،مذهبی ،کلتوری ا و اقتصادی راشه دیرشه  او مخینه لرو  ،که  د پاکستان   حکومت له د وی سره  نه شی دریدلی نو پکار نه ده چې د دوی له دښمن سره په څنګ کې ودریږو او یا  ورسره مرسته وکړو .
https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i87161
captcha