IQNA

23:07 - January 12, 2020
د خبر لمبر: 3482673
نړیواله ډله: د النصره جبهه ترهګرو نن، ۱۲ جنوري، د سوریې په شمال کښې واقع حلب ښار باندط ۴۰ توغندي او مارټر توغولې دي.

د ایکنا راپور له مخې، له روسیا الیوم څخه په نقل، د النصره ترهګرې ډلې نن د حلب په یو شمېر ښاریو د توغندیو او مارټر بریدونه کړي چې په پایله کښې یو شمیر د سوریې غیر نظامي ولس مړ او ژوبل شوې دې.
د سوریې یو امنیتي سرچینې له روسیا الیوم سره په مرکه وویل: ترهګرو، ۴۰ توغندي او مارټر د حلب په النيل، شيحان، الشهباء او الزهراء ښارونو توغولي دي.
دې امنیتي سرچینې زیاته کړه: د الشهباء، شارع تشرين، مساكن السبيل او الخالدية غوندې ښارونه یې خپل هدف ګرځولي چې په نتیجه کښې یې درې کسان مړه او پنځه کسان ژوبل شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/3871120

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: