IQNA

23:13 - January 19, 2020
د خبر لمبر: 3482703
نړیواله ډله: د الجزیره خبري چینل مجري د خپل ټویټر په پاڼه په تهران کښې د ملیونونو خلکو په ګډون سره په وروستې جمعې لمونځ کښې د انقلاب د معظم رهبر د عربي له خطبې څخه ستاینه وکړه.

د ایکنا راپور له مخې، د سیمې له ډیرو عربيانو، د تهران په جمعې لمونځ کښې د انقلاب د معظم رهبر عربي خطبه چط د عربي هیوادونو د خلکو لپاره یې قرائت کړې وه، ترې ستاینه کړې ده.
د عربي نړۍ مشهور شنونکې، خبریال او د الجزیره خبري چینل تیر مجري جمال ریان په خپل ټویټر پاڼه باندې د تهران د جمعې په لمانځه کښې د انقلاب د معظم رهبر لخوا د عربي خطبې چې بي عیبه او بې نقصه یې لوستلې په اړه وویل: زه شهادت ورکوم چې د آیت الله سید علي خامنه ای د ایران د انقلاب معظم رهبر په خوږې او بې نقصه عربی کښې خبري وکړي او د هغوي د خولې د عربي ژبې اوریدلو د ډیرو عربي حاکمانو له خبرو څخه زیات خوندور و.

د عربي ژبې کارپوه او د ټي وي چینل مجري، د انقلاب د رهبر د عربي خطبې ستاینه وکړه

د الجزیره چینل دې مشهور مجري د انقلاب د معظم رهبر د خطبې یوه ویډیو هم په خپل ټویټ کښې خپره کړه.
د رای الیوم ورځپاڼې مشر عبدالباري عطوان هم د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په تهران کښې د جمعې په لمانځه کښې د عربي خطبې ستاینه کړې وه او هغه یې سلیس او روانه ګڼلي وه.

https://iqna.ir/fa/news/3872786

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: