IQNA

عمران خان :افغان جګړه په ختمېدو ده

20:42 - January 22, 2020
د خبر لمبر: 3482716
نړیواله ډله: عمران خان ویلي، پاکستان د سولې د ملګرتیا پریکړه کړې او په افغان جګړه کې د برخې اخیستلو له کبله یې زیات تاوان کړی دی.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د پاکستان لومړي وزیر د اقتصاد نړیوالې ټولنې  ته په وینا کې ویلي، له طالبانو سره د سولې هوکړه د سیمې د اقتصادي وضعیت او ثبات لپاره ګټوره ده.
عمران خان ویلي، پاکستان د سولې د ملګرتیا پریکړه کړې او په افغان جګړه کې د برخې اخیستلو له کبله یې زیات تاوان کړی دی.
نوموړي د سویس په داووس کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال ویلي، د شوروي اتحاد لخوا د افغانستان له پریښودلو وروسته افراطیت، مذهبي ډلې، وسله وال ګروپونه او مخدره توکو وده وکړه چې پاکستان ته یې هم زیان ورسېد.
نوموړي همدا راز ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ۷۰ زره وګړي بایللي او د ځانمرګو بریدونو له کبله پاکستان په ټوله نړۍ کې بدنام شو.
د عمران خان په خبره اوس پاکستان پریکړه کړې چې له سولې سره به همکاري کوي او بیا به د هیڅ کومې کشالې برخه نه ګرځي.
عمران خان زیاته کړه، هیواد یې د افغان سولې لپاره فعاله رول لوبوي او اوس په دغه هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو امکانات زیات دي، چې ورسره به پاکستان له منځنۍ اسیا سره اقتصادي لارې د خلاصېدو نه وروسته ته د ګټې اخیستنې فرصت ترلاسه کړي.
د داووس نړیوال اقتصادي کنفرانس ته به نن د افغانستان په وخت شپږ بجې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم وینا وکړي.
captcha