IQNA

که امریکایان بیا کومه تیروتنه وکړي نو له دې به لاسخت ګوزار وخوري

په عین الاسد کې امریکا ته د ایران څپیړه به په تاریخ کې تل پاتې وی

23:10 - January 23, 2020
د خبر لمبر: 3482723
نړیواله ډله: نن سبا اسلامی ایران،هر تیریګر ته د ځواب لپاره د لازم قدرت او ارادې درستې مولفې لری او هر ګواښ ته به چې په هره سویه وی،په لوړکیفیّتو لرونکو دفاعی وسلو سره کلک ځواب ورکړی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران د پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د اسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیرحاتمی نن په تهران کې د اسلامی ایران  د وسلوالو ځواکونو دکیفیّت دسټنډرډ نومې لومړنی سیمنار کې ووئیل ،په عین الاسد امریکائی ترهه ګرپوځی مرکز باندې د توغندیو په باران سره د ایران د وسلوال ځواک سخته او درنده څپیړه د توغندیود دقت ، کیفیّت اوچټکتیا  له پلوه په ترټولو لوړو سټنډرډونو  کې ترسره شوی ده .  سردار حاتمی ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا  جنایتکار اقدام ته ځوابد ایران د ملت په عمومی غوښتنې سره ؤ،روښانه کړې،نن سبا اسلامی ایران،هر تیریګر ته د ځواب لپاره د لازم قدرت او ارادې درستې مولفې لری او هر ګواښ ته به چې په هره سویه وی ،   په لوړکیفیّتو لرونکو  دفاعی وسلو سره کلک ځواب ورکړی .
 د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو توغندوی یونټد جنورۍ په اتمه نیڼه  په لسګونو توغندیو سره دعراق په  په  الانبار او اربیل ولایتونو کې دامریکا د ترهه ګر پوځ مرکزونه ولړزول  او ډیر زیات تاوانونه ئې ورته اړولی دی.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87464
captcha