د ایکنا راپور له مخې، د رهبری معظم مقام د دفتر له اطلاع رسونکې ویبپاڼې څخه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پیغام متن چې نن سهار په وین کښې ولوستلې شو، دارنګ دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
د اسلامي انجمنونو د اتحادیې عزیزانو ځوانانو
سږکال ستاسو غونډه، د داسې مهمو پيښو په مینځ کې ترسره کیږي ، چې هره یوه ئې د اسلامی ایران او دهغه د انقلابي ملت د عظمت او اعتبار نښې نښانې دي. شهادتونه ،د پوځي قدرتونو نندارې ته وړاندې کیدا، بې ساری ولسی شتون،او د ځوانانو پیاوړي روحیه او کلک هوډ،په اوسنۍ نړۍ کې له الهي قدرت څخه راپورته شوي دي ، یوه داسې ښکارنده، چې د تاریخ په راتلونکي کې ټاکونکي او ژورې اغیزې شیندلی شي .
د اسلامی انقلاب دوهم ګام باید دغه ښکارنده او نظام کمال ته ورسوي او نتیجې ئې احساس کړي.
په دې حیاتي غورځنګ کې امیدونه او هیلې،ایماندارو، متقکرو او شجاع ځوانانو ته دي او تاسو ددغه غوره کسانو په شمیر کې تاریخ جوړونکي کیدلی شئ.
والسلام علیکم ورحمة الله
سیّد علی خامنهای
۳ بهمنماه ۱۳۹۸