د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، مارک اسپیر پرون په افغانستان کښې د امریکا د نسکور شوي الوتکې په هکله جزیاتو له اشارې پرته وویل له دې پیښې خبر یم خو حاضردمه په دې هکله نور تفصیل نشم ورکولای .د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر وویل دفاع وزارت پینټاګان د نسکورې شوي الوتکې په هکله د اطلاعاتو د راغونډولو په حال کښې دی او دغه معلومات به رسنیو ته ورکړي .
د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان چارواکو هم تراوسه په افغانستان کښې د واشنګټن د پوځي الوتکې د نسکوریدا په هکله په سم ډول اطلاعات نه دي ورکړي .
د افغانستان طالبانو په یوې (۱) بیانیې کښې ټینګار کړی چې دغه الوتکه مونږ نسکوره کړي ده د دغه الوتکې د نسکوریدا په پیښه کښې د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای (CIA) ګڼ شمیر لوړرتبه چارواکي هلاک شوي او دهغوې مړي د الوتکې د ټوټې پرچو په څنګ کښې پراته دي .
بل خبر وایی چې د امریکا چارواکو تائید کړي ده چې د افغانستان په غزني ولایت کښې نسکوره شوي الوتکه د واشنګټن پوځي الوتکه ده او هغه اي یولس ای(E-11 A) ډوله وه او ګمان کیږي چې لس () کسان پکښې وژل شوي وي .
https://parstoday.com/ps/news/world-i87572