IQNA

د امریکې سفارت مخکې ته د لبنان د خلکو پراخه مظاهرې

19:53 - February 02, 2020
د خبر لمبر: 3482753
نړیواله ډله: د لبنان زیات شمیر خلکو د پیړۍ معاملې په شرمناکې طرحې باندې اعتراض لپاره په بیروت کښې د امریکا سفارت مخامخ مظاهرې پيل کړې.

د ایکنا راپور له مخې، له روسیا الیوم څخه په نقل، د لبنان زیات شمیر خلکو، په بیروت کښې د امریکې د سفارت خامخ مظاهرې ترسره کړې او د پیړۍ معاملې شرمناکې طرحې په خلاف شعارونه ورکړ.
په زرګونو مظاهرې کونکو لبنانیانو د امریکا سفارت شاوخوا په سخت امنیتي اقداماتو ترمنیځه، چې په لاس کښې د فلسطین او لبنان جنډې نیولې وې، د پیړۍ معاملې طرحې چې هڅه کوي د صهیونیسټي رژیم اصلي پلازمیني قدس وټاکي، سختۍ سره وغندله.
مظاهرې کوونکو شعارونه ورکولو سره د امریکا د سیاستونو په غندلو ټینګار وکړ چې د امریکا د پیړۍ معامله د فلسطین ملت د نابودۍ لپاره ده.
د دغه مظاهرو ترسره کولو وروستو، په لبنان کښې د امریکا سفارت، په یوې بیانیه کښې خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړې وو چې تظاهرات پيل کونو له کبله، د سفارت شاوخوا تګ را تګ نه کوي.
یادونه، ډونالډ ټرمپ، د پیړۍ معاملې په نوم د فلسطینیانو په خلاف د خپلې طرحې مخ پرانیستا کړې وه.
https://iqna.ir/fa/news/3875981

captcha