IQNA

د مقتدا صدر له امنیتي ځواکونو سره همکارۍ لپاره له خلکو څخه غوښتنه 

20:41 - February 02, 2020
د خبر لمبر: 3482754
نړیواله ډله: مقتدا صدر، د عراق روحاني شیعه له خپلو مینه والو وغوښتل چې مظاهرې تر پایې ورسئ او د چارو بیا عادي حالت ته راوستلو لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د ایکنا راپور له مخې، له رویترز څخه په نقل، د محمد توفیق علاوي د عراق د نوې ولسمشر په توګه ټاکلو وروسته، مقتدا صدر له خپلو مینه والو غوښتنه وکړه چې خپل اعتراضات تر پایې ورسوي.
مقتدا صدر له خپلو غیر وسله والو مینه والو چې د نیلا خولۍ په نوم مشهور دي غوښتنه وکړه چې د عادي حالت او اطمینان لپاره له پولیسو سره همکاري وکړي.
تیره شپه د عراق د ولسمشر برهم صالح لخوا د محمد توفیق علاوي د عراق د ولسمشرۍ لپاره د نوم له اعلانه وروستو، په بغداد او څو نورو ښارونو کښې مظاهرې ترسره کړې وې. نن هم د بغداد په چوک کښې په زرګونو کسانو د علاوي په ټاکلو اعتراض وکړ او مظاهرې یې وکړي او شعارونه یې ورکړ.
مقتدا صدر په خپل ټویټر پيغام کښې وویل: امنیتي ځواکونو ته وړاندېز ورکوم چې هغه ټول کسان چې د لارو مخنیوی کوي ونیسي او د ښودو او روزنو وزیر باید هغه کسان چې د مدرسو د کارو مخنیوي کوي تنبیه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/3876019
captcha