IQNA

نن په درسته نړۍ کې له کشمیریانو سره د پیوستون ورځ لمانځل کیږی

10:22 - February 05, 2020
د خبر لمبر: 3482765
نړیواله ډله: دلته په تهران کی هم د پاکستان په سفارت کې نن په یوه ستر پروګرام کې له کشمیریانو سره د پیوستون ورځ لمانځل کیږی چی پکې بیلا بیل ویناوال په کشمیر کې د هند ی عسکرو له ظلمونو پرده اوچتوی .

د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی نن د پاکستان په شمول په درسته نړۍ کې  له کشمیر سره د پیوستون ورځ لمانځل کیږی چی پکې د هندوستان له نیواکه د کشمیر تر بشپړه ازادۍ پورې له مظلومو کشمیریانو سره په ملاتړ ټینګار کیږی .

دلته په تهران کی  هم د پاکستان په سفارت کې نن په یوه ستر پروګرام کې له کشمیریانو سره د پیوستون ورځ لمانځل کیږی چی پکې بیلا بیل ویناوال په کشمیر کې د هند ی عسکرو له ظلمونو پرده اوچتوی .

د هندوستان د مودی حکومت لخوا د کشمیر د ځانګړی حثیت له ختمولو او څو میاشتو له کلابندۍ وروسته سږکال له کشمیر سره د پیوستون ورځ په خاصه توګه لمانځل کیږی .

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوی ، لومړې وزیر عمران خان ، د څلورو صوبو اعلی وزیران او نور شخصیتونه په دې مناسبت په بیلا بیلو پروګرامونو کې شرکت کوی . نن سهار لس بجې به په اسلام اباد کې د ملګرو ملتو د دفتر په وړاندې  له مظلومو کشمیری میرمنو او ماشومانو سره د پیوستون لپاره  د انسانی لاسونو زنجیر جوړیږی .

پرون د پاکستان په پارلیمان کی له کشمیریانو سره د پیوستون لپاره یو قرارداد هم منظور شوې دې . د دغه پریکړه لیک  د متن په اساس کشمیر یوه نړیواله مسله ده او ملګرو ملتو هم دوه ځله دا مسله تایید کړی ده . پاکستان غواړی چی د کشمیر مسله د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو په اساس اواره شی خو هندوستان یې نه منی .

 

بچوې: پاکستان ، کشمیر
captcha