IQNA

امریکایانوتیرې میاشتې په هوائي حملوکې اولس افغان ماشومان وژلي

23:31 - February 09, 2020
د خبر لمبر: 3482779
نړیواله ډله: د امریکا د ترهه ګرپوځ هوائي حملې په افغانستان کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلو د زیاتیدا یو دلیل دی چې د بشري حقوقو د اورګانونو او موسسو او د افغان حکومتي چارواکو او سیاستوالانو او ولسی استازو له ډيرو نیوکو سره سره هماغه راز دوام لري .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو څخه په نقل، د افغانستان د بشری حقوقو یوه  اورګان د یوې  اعلامیې په خپرولو سره  وئيلی دي ، په دغه هیواد کې په تیرې یوې میاشتې کې  د امریکا په هوائي حملو کې  اولس ماشومان وژل شوي دي .په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،په جنورۍ میاشت کې د اولسو ماشومانو،پنځو ښځو او څلورو سړیو پشمول  شپږویشت عام افغانان وژل شوي دي .
په دغه راپور کې وئيل شوي،دغه کسان په هرات،فراه،لغمان،بلخ،کندوز، بادغیس او اورزګان ولایتونو کې په  بیلابیلوهوائي حملو کې  وژل شوي دي.
د امریکا د ترهه ګرپوځ هوائي حملې په افغانستان کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلو د زیاتیدا یو دلیل دی چې د بشري حقوقو  د اورګانونو او موسسو او د افغان حکومتي چارواکو او سیاستوالانو او ولسی استازو له ډيرو نیوکو سره سره  هماغه راز دوام لري .
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i87836
captcha