IQNA

0:07 - February 11, 2020
د خبر لمبر: 3482782
د یمن پوځي سرچینو نن ۲۱ بهمن باندې د سعودي ائتلاف د یوې جاسوسې بې پیلوټې الوتکې نسکوریدو خبر ورکړ.

د ایکنا راپور له مخې، له النشره څخه په نقل، د سعودي ائتلاف یوه جاسوسه بې پیلوټه الوتکه د نجران او صعده ترمینځه په الصوح سیمه کښې نسکوره شوې ده.
د یمن هوایي پوځ هم د سعودي ائتلاف یوه جاسوسه بې پیلوټه الوتکه د شنبې په ورځ(۱۹ بهمن) الحدیده ولایت څخه ۱۶ کلو میټره لري د دغه هیواد په غرب کښې نسکوره کړې وه.
پنځه کاله کېږي چې یمن د سعودي ائتلاف د پراخو حملو سره مخامخ دی او دغه بریدونه د یمنیانو لپاره بې له مرګ، ویجاړتیا او ویرانی بله پایله نه ده لرلي.
https://iqna.ir/fa/news/3878018

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: