د ایکنا راپور له مخې، له النشره څخه په نقل، د سعودي ائتلاف یوه جاسوسه بې پیلوټه الوتکه د نجران او صعده ترمینځه په الصوح سیمه کښې نسکوره شوې ده.
د یمن هوایي پوځ هم د سعودي ائتلاف یوه جاسوسه بې پیلوټه الوتکه د شنبې په ورځ(۱۹ بهمن) الحدیده ولایت څخه ۱۶ کلو میټره لري د دغه هیواد په غرب کښې نسکوره کړې وه.
پنځه کاله کېږي چې یمن د سعودي ائتلاف د پراخو حملو سره مخامخ دی او دغه بریدونه د یمنیانو لپاره بې له مرګ، ویجاړتیا او ویرانی بله پایله نه ده لرلي.
https://iqna.ir/fa/news/3878018