IQNA

د اسلامی انقلاب41کلیزې ته۴۰۰خبریالان خبري پوښښ ورکوي

0:28 - February 11, 2020
د خبر لمبر: 3482784
دښمن یو ځل بیا له خپلو سپیرو د سیسو او پلانونو نهیلی شي .

د اسلامی ایران درستو اورګانونو او ادارو له خوا خلکو ته بلنه ورکړل شوي چې د ایران داسلامی شورا له انتخاباتو مخکې دې په یوم ا... ولولناکو د ستورو کې په اوڅاره شتون سره د پارلیماني انتخاباتو د لا ځلا په خاطر په ډګر کې شتون ولري څو دښمن یو ځل بیا له خپلو سپیرو دسیسو او پلانونو نهیلی شي .
زمونږخبرریال راپورراکړ د اسلامی انقلاب د یوڅلویښتمې کلیزې په مناسبت چې سبا په درست ایران کې او دغه راز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په پرتم سره لمانځل کیږي ، په ایران کې دغو ولولناکو دستوروکې د خبري پوښښ لپاره په ډګر کې څه دپاسه څلور سوه بهرني او داخلی خبریالان او فلم جوړونکي شتون لري او په درستې نړۍ کې به د خبری چینلونو او رسندوئي ټولنو له خوا ورته زیات پوښښ ورکړل شي .
راپورونه ښئ د اسلامی ایران درستو اورګانونو او ادارو له خوا خلکو ته بلنه ورکړل شوي چې د ایران داسلامی شورا له انتخاباتو مخکې دې په یوم ا... ولولناکو د ستورو کې په اوڅاره شتون سره د پارلیماني انتخاباتو د لا ځلا په خاطر په ډګر کې شتون ولري څو دښمن یو ځل بیا له خپلو سپیرو دسیسو او پلانونو نهیلی شي .
په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي دي ،د تهران د ارمنیانو ستر پادري سبوه سرکیسیان نن په یوه پیغام کې د اسلامی انقلاب د یوڅلویښتمې کلیزې په مناسبت د اسلامی انقلاب معظم لارښود ،حکومت او ولس ته دمبارکۍ په وئيلو سره روښانه کړې ده ، د ایران ملت به د تیرو کلونو په نسبت سږکال دغه ولولناکې او سترې دستورې په پرتم سره ولمانځي او په دغو ډګرونو کې به د ایران درست ارمنیان د نورو کلونو په څير سږکال هم دغه دستورې په پرتم او ولولې سره ولمانځي . د تهران د ارمنیانو ستر پادري همداراز د ایران پر ملت او د ددغه هیواد دسولې اوثبات د ضامن په توګه د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو او پوځ باندې په درود استولو سره د دوي د زیار او هڅو قدرونه وکړه .
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87851

captcha