IQNA

د پیړۍ د معاملې په اړه د جانسون په دریځ نیوکه

20:44 - February 18, 2020
د خبر لمبر: 3482807
تهران (ایکنا) ــ د انګلیس د کاریګرو د ګوند مشر جرمي کوربین د پیړۍ د معاملې په اړه د دغه هیواد د لومړي وزیر جانسون په دریځ نیوکه وکړه.

تهران ایکنا، کربن د امریکا د پیړۍ معاملې باندې د جانسون د دریځ په اړه په خپل ټوئیټ کښې ولیکل: په مینځنی ختیځ کښې د ټرامپ د طرحې په اړه د جانسون غبرګون، له حقیقت سره مقابله ده. فلسطینیانو په متفقه توګه دغه پلان رد کړ او د جانسون لیک په ګوته کوي چې خپل دریځ یې د انګلیس حکومت له دغه طرحې سره مخالف دې. نو ځکه لومړی وزیر نشي کولۍ چې په جدي توګه دا ادعا وکړي چې د ټرامپ طرحه د سولې لپاره حقیقتي وړاندیز وي.
کوربین په یو بل ټوئیټ کښې په دې اړه لیکلي: ما بوریس جانسون ته لیک لیکلی او د اسرائیلو - فلسطین شخړې لپاره د ټرمپ په پروګرام کښې د هغه د حکومت د دریځ په بیړه روښانه کولو غوښتنه مې کړي. آیا هغه په حقیقت کښې تیار دی چې نړیوال حقوق او بشري حقوقو لومړۍ اصل تر خپو لاندې کړي؟
جانسن ته په یوه پیغام کې ، د انګلستان پارلماني غړو د پیړۍ معاملې په اړه اندیښنه څرګنده کړه، او دغه معامله یې له نړیوال قانون او د فلسطین د ملت ملي حقوقو سره په ټکر کښې ګڼلي چې د سولې خبرو اترو ته د راستنیدو لپاره هیڅ عقلي اساس یې نه دی برابر کړی، په داسې حال کښې د سولې لپاره فرصتونه کم کړي.
3879698

captcha