IQNA

امریکا د ایران پرضد نور اقدامات هم ترسره کړل

0:39 - February 23, 2020
د خبر لمبر: 3482825
تهران(ایکنا)- د امریکا حکومت د ایران د اسلامي شورا د انتخاباتو په درشل کښې د ساتندویه شورا (شورا نګهبان ) د غړو پرضد بایکاټ ولګاوه .

د امریکا د خزانې وزارت پرون د ایران د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو د انتخاباتو په درشل کښې د ساتندویه شورا سیکرټر ایت الله احمد جنتي او د دغه شورا یو (۱) فقیه ایت الله محمد یزدي د بایکاټونو په فهرست کښې ورزیات کړل .
د امریکا د خزانې وزارت وویل د ایران د ساتندویه شورا ویاند عباسعلي کد خدايي او د دغه شورا دوه (۲) نور غړي سیامک ره پیک او محمد حسن صادقي مقدم هم د واشنګټن د بایکاټونو په فهرست کښې ورغلي دي .
د ایران پرضد د امریکا دغه اقدام په داسې حال کښې ترسره کیږي چې نن په ټول هیواد کښې د اسلامي شورا انتخابات کیږي .
د امریکا حکومت په یوه(۱) لاسوهونکي اقدام کښې په ایران کښې انتخابات جعلي بللي دي .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي د انتخاباتو په هکله د امریکا دغه لاسوهنې ته په غبرګون کښې وویل د انتخاباتو موضوع ته د ایران د اسلامي جمهوریت بندوبست او اهمیت په سیمه او نړۍ کښې له ټولو هیوادونو اوچت دی او د ایران خلک په دې هکله د امریکا د چارواکو د معلوم العالېې پرګنې له ګډو وډو خبرو سره عادت شوي دي .
له تهران پښتو راډیو څخه په نقل.

captcha