IQNA

د سوریې په اړه د اروپا د اتحادیې د بیړنۍ ناستې غوښتنه

18:04 - March 02, 2020
د خبر لمبر: 3482853
تهران (ایکنا) د اورپا د اتحادیې د بهرني سیاست مشر غوښتنه کړې چې د دې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران دې د سوریې د حالاتو په اړه بیړنۍ ناسته ترسره کړي.

له فرانسې خبري آژانس څخه په نقل، د اروپا د اتحادیې د بهرنې سیاست مشر جوزپ بورل خبر وکړ چې د اتحادیې د بهرینو چارو وزیران په راروانه اونۍ کښې یوه بیړنۍ غونډه ترسره کوي ترڅو په سوریه کښې د نښتو د زیاتوالي او په اړه چې له ترکیې سره د اروپا په پولو د کډوالو د شمیر زیاتوالی سبب ګرځیدلي، بحث وکړي.
هغه په بیانیه کښې څرګنده کړې: د ادلب په شاوخوا کښې نښتې، د برید کوونکو له اړخه د سولې لپاره جدي ګواښ دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې د اروپا اتحادیه باید هڅه وکړي تر څو هغه ټول شیان چې په اختیار کې لري وکاروي او د دغه خطرناک انساني بحران مخنیوی وکړي.څرګنده کړه: د سوریې په اړه خبرو اترو لپاره په راروانې اونۍ کښې د اروپا له بهرنیو چارو شورا څخه ما د یوې بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.
3882504

captcha