له رویترز څخه په نقل، د عربستان عمومي عدالت په یو بیانیه کښې خبر ورکړ چې هغه کسان چې دې هیواد ته راتلونکې مسافران که د خپل سفر او روغتیا په اړه خبر ور نه کړي نو له درندې جرمانې سره به مخامخ شي.
همداشان د عربستان چارواکو تیره ورځ خبر ورکړ چې د ۹ هیوادونو د اتباعو راتلل یې ځنډولې دي او هغه کسانو ته به چې ایران ته سفر وکړي سزا ورکړې کېږي.
په دغه اطلاعیه کښې همداشنان راغلې: هیواد ته راتلونکو باندې د څارنې مسؤلان، د دې قانون څخه د هرډول سرغړونې مسؤل دي.
د عربستان او اماراتو رسنیو په دې وروستیو کښې له کورونا څخه سوء استفادې سره د ایران پر ضد په پراخه توګه تبلیغات شورو کړې دي.
3884196