په کربلا کښې د حضرت امام حسین علیه السلام زیات له اړخه خبر ورکړ شو چې د دغه زیارت د دارالقرآن له اړه د ۱۴۴۱ کال د رجب میاشتې په ۲۷ نیټه چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د بعثت له ورځې سره برابر ده د قرآن کریم نړیوالې ورځې اعلان کوي.
د امام حسین علیه السلام د زیارت د دارالقرآن برخې مشر شیخ حسن المنصوري وویل: دا ورځ تر عراق پورې محدود نه ده او د نورو نړیوالو ورځو په شان دا ورځ هم نړیواله ده.
هغه زیاته کړه: د قرآن کریم نړیواله ورځ نوم په داسې وخت کښې وټاکلې شو چې د الله کتاب سره اړیکې ته د مسلمانانو ټول ملتونه اړتیاوی لري او اسلامي نړۍ له سختو ستونزو سره مخامخ ده.
المنصوري څرګنده کړه: د قرآن کریم له نړیوالې ورځ سره منسوبه فعالیتونو اجرا کولو لپاره له عراق څخه بهر او دننه قرآني موسساتو او ادارو سره د همکارۍ اقدامات د پرمختګ په حال کې دي.
3884668