له القدس العربي څخه په نقل، د فلسطین ملي واک د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي د اروپا د اتحادیې له بهرنیو چارو وزیرانو څخه په یو لیک کښې غوښتنه کړي چې فلسطین د یو رسمي هیواد په توګه وپیژني.
دا لیک ریاض الملکي په داسې حال کښې لېږلی چط د دې میاشتې په ۲۳ نیټه د صهیونیسټي رژیم او فلسطین ترمینځه د مذاکراتو د بهیر به اړه ناسته ترسره کېږي.
د دې راپور په اساس، په دې لیک کښې د فلسطیین ملي واک د بهرنیو چارو وزیر په خپلو هم منصبانو ټینګار کړی چې د اروپا اتحادیه د ملګرې ملتو پریکړې لیک او نړیوال قانون ته غاړه کیږدي او اشغال پای ته ورسوي.
3884835