IQNA

د روغتیا نړیوالې ادارې د کورونا وائرس «نړیواله وبا» اعلان کړه

21:49 - March 12, 2020
د خبر لمبر: 3482887
تهران(ایکنا) - د روغتیا نړیوالې ادارې مشر د کورونا وائرس کووید ۱۹ چې تقريباً ټوله نړۍ کښې خپارۀ شوي دي په رسمي ډول «نړیواله وبا» اعلان کړه او تاکيد یې وکړ چې لا یې هم مخه نیول کیدلی شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې ډاکټر تیډروس اډانوم ویلي، پر دې خبره سخت اندیښمن دے چې په نړیواله کچه د کورونا وائرس مخنیوي لپاره اړین ګامونه نه دي پورته شوي، خو نوموړي په حکومتونو غږ کړے چې د دې وبا مخنیوي لپاره باید هېوادونه بیړني او زړور ګامونه پورته کړي.
تر دې دمه د کرونا وایرس د نړۍ په ۱۱۴ هېوادونو کې خپور شوي چې یوازې په ټوله اروپا کې تر دې مهاله ۹۳۰ تنه مړه شوي او ۲۲زره پرې اخته شوي دي. ددې له برخې ایټالیا کې د کرونا ویروس کچه په چټکۍ سره روانه ده، تر دې دمه ۸۲۷ کسان وژل شوي او له ۱۲زرو زیات پرې اخته شوي دي.
د برتانیا روغتیا مرستیاله وزیره هم پر کرونا ویروس اخته شوې چې له هغه وروسته په خپل کور کې قرنطین شوې ده. دغه هېواد کې ۸ تنه له کرونا څخه مړه شوي دي.
د جرمني وزيراعظمې انجلا مرکل ویلي، د هېواد ۷۰سلنه وګړي یې چې نږدې ۵۸سلنه کیږي، په کرونا ویروس اخته کیدلی شي.
د امریکا له ۵۰ ایالتونو څخه یې په ۳۷ کې کرونا خپره شوې ده، وروستي راپورونه ښيي په دغه هېواد کې ۹۰۰ کسان پر کرونا وبا اخته شوي او ۳۱ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا نړیوالې ادارې د مشر په وینا په تیرو دوه اونیو کښې د پخوا په پرتله د کورونا وائرس له چین څخه بهر ۱۳ چنده او د هېوادونو شمېر ۳ چنده زیات شوے دے.
3884850

captcha