IQNA

د کورونا له امله د مسجد الاقصی ټولو انګړونو بندول

20:32 - March 15, 2020
د خبر لمبر: 3482894
تهران(ایکنا) - په قدس کښې د اسلامي چارو او اوقاف ادارې د الاقصی د جومات د ټولو انګړونو د کورونا د خپریدو له امله د بندولو خبر ورکړ.

له روسیا الیوم خبري آژانس څخه په نقل، د الاقصی د جومات مشر شیخ الکسواني، په دې اړه وویل: د اسلامي اوقاف اداره اراده لري د الاقصی د جومات ټول انګړونه د لمونځ کوونکو د حفاظت لپاره بند کړي .
لمونځ به د الاقصی جومات په بهرني خلاصو انګړو کښې د ټولو روغتیایو اقداماتو ترسره کولو سره دوام ولري.
کسواني په دې بیان سره چې تر دویمې اطلاع پورې ټول انګړونه بند دي. څرګنده کړه: د الاقصی جومات ته د ننوتلو ټولې دروازې د لمونځ کوونکو لپاره خلاصې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د فلسطین رسنیو نن سهار په فلسطینیانو باندې د رژیم صهیونیسټ د پوځ لخوا د الاقصی جومات د بندیدو او د دې په ملاتړ کښې په بیلابیلو ښارونو کښې په جوماتونو د بریدونو خبر ورکړی وو.
3885563
https://iqna.ir/fa/news/3885563

captcha