IQNA

د یمن د الجوف بشپړه خپلواکي ترلاسه کول+ انځور

23:34 - March 18, 2020
د خبر لمبر: 3482912
تهران(ایکنا) - د یمن د وسلوال ځواکونو ویاند د یمن د الجوف د بشپړه خپلواکۍ په اړه چې د فأمکن منهم په نوم لوي پوځي عملماتو سره ترسره شو خبر ورکړ.

له المسیره څخه په نقل، د یمن د وسلوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع، په یوه خبري کنفرانس کښې خبر ورکړ: زموږ ځواکونو خپله دنده په وړتیا سره سرته رسولي او د الله په مرسته او پوځي ټکنیک له دفاع څخه برید ته رسیدلي دي.

هغه زیاته کړه: د فأمکن منهم عملیات د الله په مرسته بریالي ؤ او په پایلو کښې مو د الجوف ولایت خپلواکې ترلاسه کړه.

یحیی سریع څرګنده کړه: دا دوام لرونکي بریالی د عبدالملک بدرالدین الحوثي(د یمن د انصار الله مشر) د بیاناتو پایلې دي او د الجوف له ازادولو سره زمونږ پوځي دریځ پياوړی شوی دی.

3886379

 

captcha