IQNA

د بندیزونو په خلاف د اتوهیوادونو ملګرو ملتو ته لیک

18:13 - March 26, 2020
د خبر لمبر: 3482944
تهران (ایکنا) - اتو هیوادونو استازیو په دغه لیک کښې د ملګرو ملتو سرمنشی ته له کورونا سره په مقابلې باندې د بندیزونو په منفي اثراتو ټینګار کړی.

له العالم څخه په نقل، دا لیک د ایران ، روسیې ، چین ، کیوبا و شمالی کوریا ، عراق ، وینزویلا او نیکاراګوې هیوادونو استازیو لخوا ملګرو ملتو ته لیکلی شوی دی.
په دې لیک کښې انتونیو ګوتریش ته په اشارې سره چی کرونا د ټولو ګډ دښمن دې خبردارې ورکړ بایکاټ په کرونا منفی اغیز شیندی .
په دغه لیک کې راغلی دي هغه هیوادونه چی حاضر دمه له یواړخیزه ، غیر قانونی او د ملګرو ملتو له منشور او نړیوالو قوانینو سره په ښکاره خلاف ورزۍ کې له قهریه اقداماتو سره مخامخ دي ، له کرونا سره دهغولپاره مقابله سختوی .
هغه زیاته کړې، چې د جګړې قربانیان په کوروناوایرسو د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. د گوټرېش په وینا، د جګړو له کبله په ښکېلو هېوادونو کښې روغتیایي سیستم له منځه تللی او روغتیایي متخصصین هم د ګوتو په شمېر دي، چې په داسې حال کښې هغوي هم هره وخت له برید سره مخامخ دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمېرونو له مخې، دمګړۍ د نړې په ۱۹۰ هېوادونو کښې درې لکه څلور دېرش زره او ۹۸۱ کسان په کورونا واېرسو اخته شوي او لږ تر لږه ۱۴۲۶۵ کسان ترې مړه شوي دي.
په دغه لیک کی د دغو اتو هیوادونو استازیو د ملګرو ملتو له سرمنشی غوښتی دی چی دا غیر قانونی او خپل سره بایکاټونه او اقدامات دې سملاسی ختم کړې شي .
له دې مخکې د د ملګرو ملتونو مشر آنتونیو ګوټرېش هم په نړیوالو غږ کړی وو، چې کورونا واېرس په ټوله نړۍ کښې په خپرېدو دي، نو اړتیا ده چې په داسې حساس وخت کښې د جګړې ټولې خواوې ‌‌ډزبندي وکړي.

3887476

captcha