IQNA

0:11 - March 29, 2020
د خبر لمبر: 3482954
تهران(ایکنا)- په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال وويل: په بحرين کښې د آل خليفه رژيم د دغه هېواد د ښاريزو قبلولو ته تيار نه دے.

حسين امير عبداللهيان نن په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل:په سلګونو بحرېنيان په ايران په مشهد او ختيځ شمال کښې خپل هېواد ته د ستنېدو په طمه دي او تقريباً اتيا تنه په عمان کښې سرګردانه دي، خو آل خليفه رژيم د وخت په ضائع کولو سره په کامله توګه د خپل ولس په وړاندې غېرذمه دارانه عمل کوي.
په اوس حال کښې تقريباً دوه زره بحرېنيان چې د کورونا وائرسو له خپرېدو نه مخکښې ايران ته راغلي وو خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره د بحرېن د چارواکو له ممانعت سره مخامخ شوي دي.
له دې مخکښې هم د بحرين د اسلامي ملي وفاق جمعيت مرستيال مشر شېخ حسين الديهي د بحرين د حکومت لخوا له ايرانه د بحريني ښاريزو د ستنېدو په ځنډولو نيوکه وکړه او وې ويل: د دغه ځنډېدو يوازې دليل د بحرين د واکمنانو قبيله پرستي ده. د آل خليفه رژيم تل بحريني ښاريزو ته له تبعيضه په ډک نظر ګوري.

تهران پښتو راډیو

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: