IQNA

د عربستان ائتلاف په یمن بریدونو ته دوام ورکړی

20:03 - April 01, 2020
د خبر لمبر: 3482975
تهران(ایکنا)- د یمن المسیره ټیلي ويژن وویل د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل اته(۱۰۸) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .
د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو د یمن د الحدیده ولایت په بیلابیلو سیمو باندې د هوانونو او د توپونو په لسګونو ډزې کړي دي .
د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جاسوسۍ الوتکو هم د الحدیده ولایت په «شپاړس کلومیټره» نومې سیمې باندې الوتونه وکړل .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، اردن ، اسرائیلو او دځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد له ځمکې ، هوا او  سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې تراوسه د دغه هیواد څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .
تهران پښتو راډیو 
captcha