ایرانیو استاذانو ددې خبرې په کولو سره چې اوسمهاله انسان پر خپل بدن د مذهبی افراط پالوڅخه ژور زخمونه خوړلي دي ،روښانه کړې ده، د قومی ، توکمیزو ، دیني او مذهبي تاؤتریخوالو په کنټرولولو کې هر ډول غفلت ممکنه ده ، په بشري حقوقو باندې تیري او د تاؤتریخوالو اندازه اوج ته ورسوي او که ددغې اندازې مخه حکومتي او مدني ټولنې ونه نیسي ، نو ممکنه ده دیوې بلې انساني ناورین لامل شي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ د ایران د پوهنتونونو،لوړو زده کړومرکزونو او څيړندویه مرکزونو په سلګونو استاذانو د هندوستان کابو یو سل نوي استاذانو ته په یوه لیک کې دهند دمسلمانانو په ضد د افراطی هندوانو او دهغوي دپلوي ګوندونوله خوا د تاؤتریخوالو دختمولو غوښتنه کړې ده .
راپور کې وئيل شوي دي ،دغو استادانو په دې خبرې په ټينګار سره چې اوسمهاله نړیواله ټولنه ،هندوستان،د ستر سوله غواړي او استاذ مهاتما ګاندي په نامې سره پيژندي ، وئيلي دي ،ګاندي د نورو دینونو د پیروکارو په تیره بیا خپل هیواد ته د مسلمانانو داحترام په سترګه کتلو سره له استعمارګرو له منګولو د خپل هیواد دخپلواکۍ لپاره دمسلمانانو او هندوانو د ګډې مبارزې پانګه تامین کړه .
ایرانیو استاذانو ددې خبرې په کولو سره چې اوسمهاله انسان پر خپل بدن د مذهبی افراط پالوڅخه ژور زخمونه خوړلي دي ،روښانه کړې ده ، د قومی ، توکمیزو ، دیني او مذهبي تاؤتریخوالو په کنټرولولو کې هر ډول غفلت ممکنه ده ، په بشري حقوقو باندې تیري او د تاؤتریخوالو اندازه اوج ته ورسوي او که ددغې اندازې مخه حکومتي او مدني ټولنې ونه نیسي ، نو ممکنه ده دیوې بلې انساني ناورین لامل شي .
تهران پښتو راډیو