IQNA

په سعودي عرب کښې په کورونا د ککړ وروستۍ شمیر

0:06 - April 06, 2020
د خبر لمبر: 3482991
تهران (ایکنا) - سعودي رسنیو په دغه هیواد کښې د کورونا له ناروغی څخه د رغیدو او مړینې وروستي شمیر په اړه خبر ورکړ.

له سومریه نیوز څخه په نقل، د سعودي عرب رسنیو په جده او ریاض دوه ښارونو کښې د کورونا په ویروس د ککړو د رغیدو شمیر د زیاتیدو او په مدینه کښې د مړینو ترټولو لوې شمیر ثبتیدو خبر ورکړ.
د دې سرچینې په وینا، په ریاض او جده دوه ښارونو کښې ۱۲۳ کسان او په مکه مکرمه کښې ۱۱۴ کسانو له کورونا ناروغی څخه خلاص شوي دي.
همداشان تراوسه په ریاض ښار کښې تقریبا ۵۸۸ کسان په کورونا ککړ شوي چې له هغو درې کسان مړه شوي دي.
په جده کښې هم ۲۱۸ کسان په کورونا ککړ او ۴ کسان مړه ثبت شوي دي. دا په داسي حال کښې دي چې په مدینه کښې د کورونا له ناروغۍ څخه د مړینو شمیر په عربستان کښې ترټولو زیات دی.
د عربستان د روغتیا وزیر هم په تیرو ۲۴ ګنټو کښې په کورونا د ۲۰۴ نوې کسانو ککړیدو خبر ورکړی دی. د دې وزارت ویاند محمد عبدالعالي په یو خبري کنفرانس کښې تر اتبار ورځي پورې په کورونا د ککړو شمیر تر دوه زه او درې سوه پنځه اتیا ثبتیدو خبر ورکړی دی.
3889424

captcha