له آناتولي څخه په نقل، په افریقا کښې د ناروغو د مخنیوي مرکز خبر ورکړ چې په دې سیمه کښې په کورونا د ککړو شمیر تر ۹ زره او ۱۹۸ کسانو رسیدلی چې له تیرې ورځ ۴۵۰ کسان زیات شوي دي.
د دې راپور پر اساس، د افریقا په ۵۴ هیوادونو کښې تراوسه۵۱ هیوادونه د کورونا په ناروغی اخته دي. د افریقا وروستۍ هیواد سوډان دی چې لومړی ککړ په کښې د اتبار په ورځه تایید شو.
د مړو شمیر هم په تر اوسه ۴۱۴ ته رسیدلی دی چې له تیره ورځ یې تر ۱۵ کسانو زیاتوالی لرلو. همداشان پر دې اساس، تراوسه د کورونا له ناروغی تر ۷۴۷ کسان په افریقا کښې ښه شوي دي.
3889709