
د ایران د اسلامی جمهوریت د سیستان و بلوچستان ولایت د اطلاعاتو د ادارې عمومی مدیر نن په یولړڅرګندونو کې په دې خبرې کولو سره چې د ناکراریو، ورانکارۍ اوقاچاق دغه چینل چې هر کال څه دپاسه سل ټنه نشه ایز توکي له پولې هیوادته واردول اوو یشل ئې ، وئیلي دي،ددغه چینل غړي د ایران له پولیسو سره په ډيرو ځایونو کې نښتي او تیر کال هم د دوی په لاس یو امنیتی مامور شهید شوی .
هغه وئيلي ، د ایران امنیتی مامورانو په دغو عملیاتو کې ،ددغه چینل درستې سرغنې او غړي نیولي او د هغوي اوه ګاډي ،درې موټرسائيکل، زیات شمیر جنګي وسله او مهمات ، وایرلسونه او دشپې دوربینونه ، سپوږمکیز ټيلیفونونه او نشه ایز توکي کشف او ضبط کړي دي .
ملګرو ملتو په خپلو زیاتره راپورونو کې ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې بیرغوال په توګه بللی دی .