IQNA

د صهیونیسټ د جاسوسي الوتکو په بیروت الوتنې

19:50 - April 16, 2020
د خبر لمبر: 3483036
تهران (ایکنا) - د لبنان رسمي خبري اژانس د اسرائیل د جاسوسي الوتکو په بیروت د الوتنې خبر ورکړ.

د لبنان له رسمي خبري آژانس څخه په نقل، دې خبري آژانس د دې خبر تایید سره لیکلي چې د صهیونسټ جنګیالي الوتونکې په بیروت کې د څارنې عملیات ترسره کولو لپاره الوتنې ترسره کړي.
هم په دې اړه، دوه ورځې وړاندې، ځینو سرچینو راپور ورکړ چې د صهیونیسټ رژیم پورې اړونده یوې بې پیلوټه الوتکې د لبنان - سوریې په پولیزه سیمه کې د مټیانو پلورنځي (په الحیدري سیمه کې) په خوا کښې برید کړی دی.
د لبنان د بهرنیو چارو وزارت هم، نن د سوریې او لبنان په پوله باندې د صهیونیستي بې پيلوټه الوتکې برید محکوم کړی او د امینت شورا ته یې په دې اړه خبر ورکړی.
3892067

captcha