IQNA

د سعودي ائتلاف د یمن په مختلفو سیمو بریدونه

23:06 - April 18, 2020
د خبر لمبر: 3483046
تهران (ایکنا) - سعودي ائتلاف نن(۲۰۲۰ کال د اپریل ۱۸ نیټه) په یمن کښې د یو اړخیزه اوربند په نقض کولو سره، د دې هیواد په بیلابیلو سیمو هوایي بریدونه کړي.

له العالم څخه په نقل، د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو نن(۲۰۲۰ کال د اپریل ۱۸ نیټه)، د مارب ولایت په بیلابیلو سیمو ۱۴ ځله خپل هدف ګرځولې دي.
د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو همداشان د الجوف ولایت خب اواشعف ښار او د صعده ولایت الظاهر ښار دوه ځله د خپلو بمونو هدف ګرځولی دی.
د وروستۍ جمعې په ورځ هم سعودي ائتلاف ۲۷ خله د مارب په ولایت کښې مدغل، مجرز او صراوح ښارونه خپل هدف ګرځولې و.
د سعودي ائتلاف د دې میاشتې په شلم تاریخ په یمن کښې د یو اړخیزه د اوربند اعلان کړی و، خو تراوسه په لسګونو ځل دا اوربند نقض کړی دی.
3892485

captcha