تهران (ایکنا) - استاد طاروطي د تلاوت په دې فلم کښې، وایې: ډیر خوشحاله یم چې دا تلاوت تاسو ته د شیخ محمد محمود عصفور، چې په دې وروستیو کښې مړ شوی او ډیر محبوب او خوښ مو وو،په درناوي او وفاداری اعلان سره تاسو د تلاوت مینه والو ته ډالۍ کوم.

شیخ محمد محمود عصفور، د مصر د راډیو او ټلویزیون له قاریانو څخه و چې یو عمر د قران کریم له خدمت کولو وروستو د وري میاشتې په ۲۹ نیټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
شیخ عصفور په کال ۱۹۳۸ کښې زږیدلی و او پلار یې له هم هغه ماشومتوب څخه د قرآن کریم د حفظ لپاره د مصر غربیه ولایت د زفتي ښار په خوا کښې د میت الرخا کلي مرکز ولیږلو، هغه په ۹کلنۍ کښې ټول قرآن کریم حفظ کړ.